انصار: (د تله ۲۴ مه)، د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د تصویر او ویډیو پر خپرولو د طالبانود امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له بندیزه وروسته په تخار ولایت کې دوو تلویزیوني چاینلونو خپرونې ودرولې.
د یوې سیمهییزې سرچینې په وینا، د تخار ملي تلویزیون سیمهییزې څانګې پرون وروسته له هغه خپل کار پای ته ورساوه او تړل شوې، چې د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس د دغه حکم اعلان وکړ.
دا نوي محدودیتونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په رسنیو او شخصي ازادیو باندې د پراخو بندیزونو یوه برخه ده. ورته بندیزونه په نورو ولایتونو لکه کندهار او میدان وردګ کې هم پلي شوي دي.
د راپورونو له مخې، دوه شخصي چاینلونه، ماه نور او ریحان، د خلکو د تصویر خپرول درولي دي.
د خبریالانو مدافع ټولنې په تصویري رسنیو کې د عکس او فلم پر خپرېدو پر بندیز اندېښنه ښکاره کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون (RTA) او یو شمېر شخصي تلویزیوني چاینلونو ته امر شوی چې دې بندیز ته غاړه کېږدي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت پرون (دوشنبې) هغه قانون نافذ کړ چې پر اساس یې رسنۍ د ټولو ژوندي سارو د تصویر له خپرولو منع کېږي.
له موضوع خبرو ژورنالیستانو ویلي چې د امریالمعروف وزارت غواړي چې خپل دا قانون په تدریج عملي کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33914